
ایکنانیوز د فلسطین الیوم له قوله راپور راکړ، د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري په یولړ څرګندونو کې وویل:هغه محدودیتونه چې د صهیونیستي رژیم د کورني امنیت وزیر ایتامار بنګوېر له لوري د الاقصیجومات په داخل کې پر مسلمانانو لګول شوي، هڅه ده چې د روژې د مبارکې میاشتې له پیل وړاندې د دغه سپېڅلي ځاي اوسنی وضعیت بدل کړي.
هغه ټینګار وکړ:دا محدودیتونه په ښکاره ډول د مسجدالاقصی د حقوقي وضعیت د بدلولو هڅه ده.
د مسجدالاقصی خطیب تر دې وړاندې هم په یوې اعلامیې کې د صهیونیسټي رژیم له لوري پر دې سپېڅلي ځاي د بېساري او منظمو بریدونو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی و او ټینګار ئې کړی ؤ چې نیواکګر د جګړې له شرایطو ناوړه ګټه اخلي، څو د الاقصی جومات د ځاي او مکان د وېش پلان وروستي پړاو ته ورسوي.
شیخ صبري په دې اعلامیې کې د دې سپېڅلي ځای د ورځني سپکاويو یادونه کړې او ویلي یې دي:د صهیونیسټي مېشتو کسانو له لورې د مسجدالاقصی پر انګڼونو بریدونه په بېساري ډول زیات شوي دي. دا نور جلا او تصادفي بریدونه نه دي، بلکې هره ورځ د دغه رژیم د رسمي او پوځي ملاتړ تر سیوري لاندې ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه چې نیواکګر د دروغجنو دیني پلمو او جعلي مذهبي مناسبتونو په نامې سره د دغو بریدونو لپاره رسمي پوښښ برابروي، څو عامه افکار وغولوي.
د مسجدالاقصی خطیب د خپلې اعلامیې په بلې برخې کې د ځمکې لاندې دس رنګونو د کیندنو حساسې مسئلې ته اشاره وکړه او ویې ویل: د مسجدالاقصی تر چاپېریال لاندې او د سلوان سیمې پر لور د ځمکې لاندې کیندنې له پخوا ډېرې په شدت سره روانې دي. دا اقدامات د مسجدالاقصی بنسټونو او اساساتو ته مستقیم او جدي ګواښ بلل کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4331281